امنیت

څلور تنه تروريستان په قندهارکې ونيول شول

کابل باختر دمرغومي  اتمه :
څلور تنه تروريستان د ملي امنيت د ځواکونو له خوا په قندهار ولايت کې ونيول شول .
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان کله چې د يولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو؛ د ملي امنيت د ځواکونو له خوا د قندهار ښار په مربوطاتوکې ونيول شول.
خبرځاى وويل: نيول شوي کسان د قندهار او زابل د ولايتونو اصلي اوسيدونکي دي چې له څه مودې راپديخوا د قندهار ولايت په اړوندو ولسواليوکې په ورانکارو فعاليتونوبوخت وو .
نيول شويوکسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړى دى چې په زياترو ورانکارو فعاليتونو، د ماينونو په ښخولو او د ملکي وګړو او د دولتي مامورينو په وژنه کې لاس درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته