امنیت

په لوګرکې کوچي قومونو ته روغتيايي مرکزونه جوړيږي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د لوګر ولايت په مربوطاتوکې د دريو روغتيايي مرکزونو د جوړولو کار پيل شو.
د لوګر ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست ډاکترمحمدګل رحمان شاهي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د څلور سوه زرو امريکايي ډالرو په ټول لګښت درې روغتيايي کلينيکونه د لوګر ولايت په مرکز او د برکي برک په ولسوالۍ کې جوړيږي.
رحمان شاهي زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه يو کلينيک د خيرآباد په دښته کې، دويم د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند په حصارک سيمه کې او دريم کلينيک د برکي برک ولسوالۍ په دشت خاکه کې د يوکال په بهيرکې جوړيږي.
خبرځاى وويل چې دغه کلينيکونه کوچيانوته جوړيږي چې په هر يوه کې يې له ټولو ضروري ملحقات سره اته خونې په پام کې نيولې شوي دي.
د دغو روغتيايي مرکزونو د کار د پرانستلو په غونډه کې د لوګر ولايت مرستيال قمر الدين شکيب،د ولايتي شورا رييس، قومي مشرانو او د کوچي قومونو يوه مشر حاجي سالم نعيم زوى برخه لرله.
نعيم زوى د عامې روغتيا له رياست څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې ددغو کلينيکونو جوړول په دغو سيموکې دکوچيانو د روغتيايي ستونزو دلرې کولو په برخه کې ګټور او ارزښتناک وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته