سیاست

جمهوررئیس غني د ترکیې له جمهور رئیس سره وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني قزاقستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن سهار په پلازمېنه استانه کې د ترکیې له جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ  پر دوامدارو اړیکو او د همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.
د ترکیې جمهورئیس وویل، هېواد یې له افغانستان سره تاریخي او اوږدمهاله اړیکي لرې. نوموړي د افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالاتونو د ستراتیژۍ هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، ترکیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو ده.
د ترکیې جمهوررئیس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره خپل تیاری وښود او زیاته یې کړه، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو د همکارۍ د چمتو والي او په ځانګړي ډول د سولې له بهیرڅخه د ملاتړ له امله د ترکیې له جمهوررئیس څخه په مننې د دواړو هېوادونو پر ملګرتیا او ښو اړیکو ټینګار وکړ.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو ستراتیژي روښانه او هر اړخيزه ده. هغه څرګنده کړه، د دغې ستراتیژۍ په اعلام سره په سیمه کې فرصت رامنځته شوی او له دغه فرصت څخه باید سمه ګټه واخیستل شي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی او له پاکستان سره هراړخیزه مذاکراتو ته چمتو دی.
هغه ټینګار وکړ چې اوسنی حالت باید بدلون وکړي او په سیمه کې له موجودو شرایطو څخه د سولې او ثبات په برخه کې استفاده وشي.
د افغانستان جمهوررئیس تروریزم د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره ستر ګواښ وباله او د دغې شومې پدیدې پر وړاندې یې پر ګډه او جدي مبارزه ټینګار وکړ.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته