امنیت

د امنیتي سکټور غونډه د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر د غبرګولي ٢٧مه
د امنیتي سکټور غونډه چې پرون له غرمې مخکې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوه او د امنیتي سکټور د رهبرۍ غړو هم په کې حضور درلود، د ننګرهار په شمول د ځینو ولایتونو پر امنیتي وضعیت بحث وکړ.
دملي امنيت سلاکارمطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دملي امنیت سلاکار د امنیتي بنسټونو د مسوولینو له راپور اورېدو وروسته هغوی ته دنده وسپارله چې د ننګرهار ولایت د لا زیات امنیت ټینګښت او دغه ولایت کې د جنایي جرمونو، ټرورېسټي فعالیتونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي او د ملي امنیت شورا دفتر ته دې د خپلو اجرااتو په اړه عاجل راپور ورکړي.
په دې غونډه کې له وطن د دفاع لار کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او لاسته راوړنې وستایل شوې، د ګواښونو د له منځه وړلو او د افغانستان د خلکو د ارامۍ دښمنانو ځپلو لپاره اړوند ادارو ته هدایات ورکړل شول.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته