امنیت

دهېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه دپروان دخلکو ملاتړ .

کابل باختر د غبرګولي ٢٧مه :
دپروان ولايت  قومي مشرانو او مخورو پرون په يوه وګړني  جرګه کې دهېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو او دبين الافغاني سولې له بهير سره  خپل ملاتړ څرګند کړ .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه وګړنۍ غونډه چې دپروان ولايت  دسرحدونو اوقبايلو دچارو رياست  له خوا جوړه شوې وه  د ولايت مشرتابه  دپوځي او ملکي ادارو رييسانو او کارکوونکو ، ښځو، مدني فعالانو او ځوانانو پکې ګډون کړي و .
دپروان والي فضل الدين عيار ددغه ولايت  له  قومي مشرانو او مخورو څخه وغوښتل  چې له امنيتي او دفاعي ځواکونو او دبين الافغاني سولې له بهير سره په ملاتړ سره ډار اچوونکو کړيو ته  اجازه ورنه کړي چې دغه بهير ګډوډ کړي .
ده دسولې په بهير کې دقومي مشرانو او مخورو په اغيزې ټينګار وکړ او ويې ويل  چې قومي مشران او مخور دسولې په بهير کې ارزښتناک رول لري او بايد ددوى رول  په پام کې ونيول شي .
دپروان ولايت دقومونو او قبايلو دچارو رييس محمد عوض افغانزي وويل  چې دغه اداره په هېواد کې دوروستيو برياليتوبونو په ساتنې سره  لازمه بولي  چې دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وشي .
ده وويل له دغو ځواکونو سره  دملاتړ په لاره کې دقومي مشرانو او مخورو ژمنه په حقيقت کې په هېواد کې دوروستيو برياليتوبونو ساتنه ده .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته