سیاست

جمهوررئیس غني له مډال راوړونکو ورزشکارانو سره وکتل

کابلباختر د وږي د مياشتې٢٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام له هغو درېوتنو لوبغاړو سره چې  په بهرنیو ورزشي سیالیو کې له ګډون  وروسته له مډالونو سره هېواد ته راستانه شوي وو، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې  په ارګ کې ترسره شوه، جمهوررئیس د (ایم ایم ای) ازاد ورزش سیالیو د سرو زرو مډال ګټونکی سیر بهادرزاده، د بدن دغړود ښکلا اسیایي لوبو په سیالیو کې د سرو زرو مډال یاسین قادري او د اسلامي هېوادونو د ووشو لوبې په سیالیو کې د برنزو مډال ګټونکي عبدالرازق رضایي ته د مبارکۍ پرمهال وویل، تاسې د خپلو دغو لاسته راوړنو له امله د افغانستان ویاړ یاست.
جمهوررئیس وویل،  په بهرنیو سیالیو کې په دغو بریاو او لاسته راوړنو مو ما او د افغانستان ټولو وګړو ته خوښي وروبښله. هغه څرګنده کړه چې په راتلونکو دووکلونو کې به د ورزش لپاره په بودجه کې ځانګړې ونډه بېله کړي.
یادو ورزشکارانو د ورزش او ورزشکارانو ودې ته د جمهوررئیس غني د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه، وې ویل: تاسو په خپل ملاتړ او هڅونې سره لوبغاړو  ته دا روحیه ورکړې چې ګران هېواد ته بریاوې او ویاړونه ورپه برخه کړي.
په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني له مډال راوړونکو ورزشکارانو سره  د هغوی د هڅونې په موخه نغدي مرسته هم وکړه .
#ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته