امنیت

د افغانستان په ختيځ کې د هوايي بريدونو له امله د داعش او د طالبانو د شپږ پنځوسو غړو وژل کيدل

کابل باختر د زمري څوارلسمه :
د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د يولړ هوايي بريدونو له امله د داعش او د طالبانو د تروريستي ډلو ٥٦ تنه غړي ووژل شول .
د بې پيلوټه الوتکو دغو بريدونو له پرون سهار څخه تر ماښامه پورې د هسکې مينې په ولسوالۍ کې ددغو ډلو په سنګرونو دوام وموند .
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې د داعش او د طالبانو د تروريستي ډلو ٥٦ تنه غړي وژل شوي دي .
زياتره بريدونه د ګرګري په نامه کلي په هغه ځاى چې په دې وروستيو وختوکې د داعش او د طالبانو د تروريستي ډلو افراد پراخ ګډون  پکې  لري؛ ترسره شوي دي .
   په دې ترڅ کې هغه بريد چې تروريستانو ته يې د سر درانده زيانونه اړولي دي؛  ټيک هغه وخت وشو چې  د داعش او د طالبانو په دلو پورې اړوندکسان په خپلوکې په جګړو اخته وو.
  ويل کيږي؛د ناټو د بې پيلوټه الوتکو په دغوهوايي بريدونوکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په ننګرهار ولايت کې د تروريستانو او په تېره بيا په داعش پورې  د اړوندو کسانو د شتون په زياتوالي سره د ناټو د بې پيلوټه الوتکو هوايي بريدونو هم زور اخستى دى؛ هغه بريدونه چې تر اوسه پورې د دغو دواړو تروريستي ډلو لسګونو تنو افرادو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته