امنیت

لس ترهګر په پکتيکا او ميدان وردګوکې ووژل شول

-کابل/د لړم ١٨مه/باختر
لس وسله وال ترهګر تېره شپه په پکتيکا او ميدان وردګوکې ووژل شول.
د تندر قول اردو د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې ځانګړو ځواکونو د ميدان وردګو د سېد آباد ولسوالۍ په اړونده سیموکې په ګډو عملیاتوکې ٤ وسله وال مخالفین ووژل او ٣ نور يې ونيول.
دغه راز افغان ځواکونو ۵ وسله وال طالبان د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ووژل.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې هوایي ځواکونو د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ په ګنبد سیمه کې یو وسله وال ترهګر وژلى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې د تندر قول اردو د ماین پاکۍ ټیمونو د پکتیکا، غزني او میدان وردګو ولایتونو په اړوند سیموکې ۷ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
پاى/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته