امنیت

په فارياب کې يو پوليسو دطالبانو له خوا ووژل شو

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٤ :
طالبانو په فارياب ولايت کې يو پوليس په ډزو سره وواژه .
دغه پوليس له يوه ملکي وګړي سره درې ورځې مخکې دميمنې _ اندخوى  له
تګلوري څخه دطالبانو له خوا تښتول شوى و.
وسله والوطالبانو تښتول ملکي وګړى خوشې کړ  خو دغه پوځي يې دلسګونو تنو کليوالي خلکو په وړاندې په ډزو سره وواژه.
دفارياب ولايت امنيه قوماندان جنرال سيدآقا اندرابي له باخترآژانس سره په اړيکه کې دغه خبرتائيد کړ او ويې ويل ؛  چې ددغه پوځي د وژلو دعاملينو  دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
ده وسله وال طالبان ددغه پوځي دوژلو اصلي عاملين وبلل او ويې ويل چې ډير  ژر به  ددغې پيښې عاملين ونيول شي او سزابه ورکړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته