امنیت

په هلمندکې دوه تنه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولوڅخه وژغورل شول

کابل- باختر د زمري دمياشتې ١
په هلمند ولايت د انسان تښتوونکو يوه ډله وځپل شوه .
پوليس وايي چې د دغه بانډ پنځه تنه غړي يې نيولي او دوه ماشومان يې د دوى له منګولو څخه ژغورلي دي .
دغه ماشومان يوه مياشت مخکې تښتول شوي وو او د لښکرګاه ښارته څېرمه د دغه بانډ په پټنځي کې ساتل کيدل.
د هلمند ولايت امنيه قوماندان جنرال نبي جان ملاخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د انسان تښتوونکو ددغه بانډ غړو د دغو ماشومانو د خوشې کولو په بدل کې د دوى له کورنيو څخه زياتې پيسې غوښتې وې.
ددغه بانډ غړي د هلمند په ځينو سيموکې په انسان تښتولو لاس پورې کاوه او د پيسو په بدل کې هغوى خوشې کول.
د هلمند د پوليسو دغه مقام وايي چې د دغه بانډ د پنځوتنو کليدي غړو په نيولو سره دغه بانډ ځپل شوى دى.
په همدې حال کې ويل کيږي؛ ددغه بانډ پنځلس تنه نور غړي تښتيدلي دي او د هلمند پوليس وايي چې د هغوى د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته