کابل / د وري ٢٣مه / باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په تخارکې ووژل شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د کندز- تخار لويې لارې په اږدو کې په چینزه يي او شینواري کلیو کې راټول شوي وو او غوښتل یې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستې بریدونه وکړي چې پوځیانو د هغوى دغه طرحه ناکامه کړه.
هغه زیاته کړه چې په دغو پېښو کې د یوه سرګروپ په ګډون څلور وسله وال طالبان ووژل شول او یو بل يې ټپي شو.
ختم/ع