سیاست

حامدکرزي اوبارک اوباماددواړو هيوادونو ترمنځ اوږدمهالو ستراتيژيکي همکاريو سند لاسليک کړ .

کابل باختر دثور ديارلسمه

  دافغانستان اودامريکادمتحده ايالاتو ترمنځ دهمکاريو ستراتيژيک  داوږد مهال ستراتيژيکي  همکاريو   سند دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي او دامريکا دمتحده ايالاتو دجمهور رييس بارک اوباما له خوا تيره شپه په ارګ کې  ديو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې لاسليک شو .

  باختر اژانس ته دجمهور رييس  دويندوى ددفتر دمعلوماتو له مخې،  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهو ررييس حامدکرزي ددواړو هيوادونوترمنځ د اوږدمهالو ستراتيژيکي همکاريو دسند دلاسليک کولو  په مراسمو کې دوينا په کولو سره دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما ته د ښه راغلاست  دويلو په ترڅ کې وويل، ((نن موږ يو مهم او تاريخي سند لاسليک کوو ددغه سند لاسليک په حقيقت کې ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکوکې يو نوي فصل پرانيزي .

 ددغه سند په لاسليک  کولو سره دتيرولسو  کلونو فصل تړل کيږي  او ددوه اړخيزو اوبرابرو اړيکو نوى فصل پرانستل  کيږي))  

  جمهور رييس زياته کړه: ددغه سند په لاسليک کولو سره موږ ددوو خپلواکو او واکمني  لرونکو هيوادونو په توګه دوستانه او پياوړي  اړيکي ، متقابل درناوي  او  دمتقابلو ژمنو  پر بنسټ ټينګې شوې اړيکې پيلوو .

  حامدکرزي  ګاونديو او دسيمې هيوادونو ته ددغه  سند  ارزښت ته په پاملرنې  سره وويل، دافغانستان او امريکا ترمنځ داوږد مهالو سترايتژيکي همکاريو  دسند لاسليک نه يوازې داچې دګاونډيانو په ګډون هيڅ دريم ګړي  هيواد ته ګواښ   نه متوجه کوي بلکې هيله لرو زموږ په سيمه کې دثبات  ترقي او دسوکالي سبب شي .

  جمهور رييس  دې ته په اشارې سره  چې دافغانستان خلکو په تيرو درې لسيزو سره زيات کړاوونه ګاللي دي او داچې دسولي او امنيت لپاره زموږ دخلکو بي شماره  قرباني لاتراوسه پورې هم مطلوبي نتيجې  ته نه دي رسيدلى   وي ويل، (( هيله لرم دغه ستراتيژيکي   سند چې له يوې خوا له تروريزم سره  دمبارزې او له نړيوال  امنيت او سولي او دافغانستان له  سولي او امنيت  لپاره  زموږ دګډې ارادې څرګنده نښه نښانه ده له بلې خوا دافغانستان  خلکو ته  د خونديتوب  اونيکمرغي  سبب کيږي .

 وروسته  دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما دخبرو په ترڅ کې  وويل زه افغانستان ته راغلي يم  چې ددواړو ملتونو لپاره دغه مهمه تاريخي شيبه ونمانځو زه دلته شتون لرم چې ددواړو هيوادونوترمنځ په اوسنيوپيوندونو دتاييد مهر  ولګوو او دافغانستان  له خلکو او دامريکا له ملت څخه چې په تيرو لسو کلونوکې يې  زياتي قرباني زغملي دي مننه وکړه او هيله لرو چې ددواړو هيوادونو دملتونو لپاره  ديوې خوندي سوله ئيزې اوسوکاله  راتلونکي په لور ګام واخلو .

 بارک اوباما ددغه سند ارزښت ته په اشارې سره زيات کړه : موږ نن دتروريزم پرخلاف دمبارزې په لاره کې په اوږدمهالو همکارو هيوادونو بدليږو ، افغان امنيتي ځواکونه  وروزو او دموکراتيک مرکزونه  پياوړي کړو  د پرمختيا ملاتړ کوواو دټولو افغانانو دبشري حقوقو دفاع کوو . ددغه موافقه   ليک په لاسليک  سره  دافغانستان او دنړۍ خلک بايد په دې پوه شي چې افغانستان ددوست اوهمکار هيواد په توګه امريکا په خپل څنګ کې لري )).

  دامريکا جمهور رييس دهيواد جمهور رييس  حامدکرزي ته په خطاب کې وويل، د هغې قرباني په ګډون چې ستاسو دکورنۍ غړو   زغملي دي  دهغو ټولو قربانيو چې شوي  دي يادونه کوم ،هغو ټولو افغانانو ته چې زموږ دنارينه و اوښځو تر څنګ له منځه تللي دي او دخپل هيواد لپاره يې قرباني ورکړي دي درناوي کوم .

  زموږ زړونه   خپه دي ځکه په دې جګړه کې  يو زيات شمير کسان قرباني شوي دي .

 بارک اوباما د ډاډ په ترڅ کې ټينګار وکړ دامريکا متحده ايالات به دافغانستان دخلکوتر څنگ  ودريږي .

 ده وويل:  په ګډه ژمن يو چې سوله دجګړې ځاى ناستې کړو اويوه له هيلو ډکه راتلونکي تعقيب کړو .

 ددغه موافقه ليک دلاسليک  وروسته موږ ژمن يوچې په عدالت سولي امن اوفرصتونو سره ديوې راتلونکي په هڅه کې واوسو  سره له دى چې ستونزې اوچلنجونه   په بشپړه توګه له منځه   نه دي تللي  خو ډاډمن يو چې ښه راتلونکي  په مخکې لرو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته