کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :
د ملازاهد په مشرۍ، لسو تنو وسله والو کسانو نن په کندزولايت کې سولې ته مخه وکړه.
دکندزولايت امنيه قومانداان مل پاسوال خليل اندرابي باختراژانس ته وويل: يوتن وسله وال مخالف ملازاهد چې دکندز ولايت په سرخ آب کلې کې په دولتي ضدفعاليتونو بوخت وو؛ له خپلو لسوتنو وسله والو کسانوسره سولې ته مخه وکړه .
اندرابي زياته کړه: دغه وسله واله ډله چې دکندزولايت دامنيې قوماندانۍدپوليسو د استخباراتو د مديريت د منسوبينو دهڅو اوهاند له امله سولې ته مخه کړې ده؛ نهه ميله وسلې يې هم دولت ته سپارلي دي .
دغه راز ملا زاهد په يو خبري کنفرانس کې د دولت له فوري سره د خپلې همکاري ډاډورکړ او له نورو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې له مخالفت څخه لاس واخلي او له دولت سره يوځاى شي .
0 1 دقیقه لوستل