امنیت

په هرات کې په تروريستي ډلو کې دغړيتوب په تور دلسو تنو نيول کيدل .

کابل باختر د مرغومي دوه ويشتمه :
لس تنه مشکوک  کسان دهرات ولايت دزنده جان په ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونوپه ګډو عملياتو کې ونيول شول .
دغه کسان دزنده جان ولسوالۍ دشمال په کليو کې دملي پوليسو ، ملي اردو ، خاصې قطعې او دتروريزم ضد مديريت دځواکونو په ګډوعملياتو کې ونيول شول .
  دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالغني چې ددغوعملياتورهبري  په غاړه لري وايي چې دغه عمليات دامنيت دګډوډونکو کسانو دپيژندنې او نيولو په موخه  دګډو امنيتي قطعاتو له خوا پيل شوي دي .
له تورنو کسانو څخه دزنده جان ولسوالۍ په سنجوان کلي کې درې ماينونه هم کشف شوي دي .
ديوبل خبر له مخې دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ پوليسو ديوې سترې چاودنې مخه ونيوله .
يو ماين چې دوسله والو مخالفينو له خوا دشينډنډ ولسوالۍ په پشت شهر سيمه کې په امنيتي ځواکونو دبريد په موخه ځاى پرځاى کړى شوى و ددغې قوماندانۍ دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شو .
دقضيې په اړوند تراوسه  څوک نه دى نيول شوى  او په دې برخه کې دپوليسو پلټنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته