کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
دکاپيسا ولايت امنيتي مامورين دلسګونو کيلوګرامو کيمياوي توکو په کشفولو بريالي شول چې له هغو څخه دچاوديدونکو توکو په جوړولو کې کار اخيستل کيږي.
دغه توکي نن له غرمې وروسته د دوه نيمو بجو په شاوخواکې دکوهستان دلومړۍ برخې د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زلمى په نامه د يو سړى په کورکې د امنيتي مامورينو دځانګړو عملياتو په بهيرکې کشف او ترلاسه شوي دي .
دکاپيسا ولايت دکوهستان د لومړۍ برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق باختر اژانس ته وويل چې په دې کورکې اووه ديرش بوتله الکولي مشروبات او شل پاکټه دچاوديدونکو توکو جوړونکي مواد کشف شوي دي .
ويل کيږي چې ددغه کور خاوند زلمى په تيښتې بريالي شوى دى او د هغه دموندلو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
شفيق وايي چي ښايي دغو کسانو له وسله والو طالبانو سره اړيکې لرلې او غوښتل يې چې له دغو توکو څخه چاوديدونکي توکي او وروسته بمونه او ماينونه جوړ کړي .
0 1 دقیقه لوستل