سیاست

جمهوررئیس غني د کاغذي تذکرو د وېش د سراسري کمپاین د ارزونې په خاطر پلاوی وګماره

کابل باختر دوږي  ديارلسمه
د وګړو د احوالو ثبت مرکزي ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر اساس د کاغذي تذکرو د وېش د سراسري کمپاین د څرنګوالي او د وېشل شویو تذکرو د کره شمېرد معلومولو په خاطر د احصائيي دملي ادارې د رئیس په مشرۍ واکمنه پلاوی وګمارل شو.
په دغه پلاوي کې د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست د استازي په شمول، د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس، د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې معین، دمخابراتو د معلوماتي او ټکنالوژۍ وزارت معین، د پلټنې عالي ادارې معین، د جمهوري ریاست د عالي مقام ددفتر د حقوقي چارو رئیس او د پولي تخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنیار نیاز محمد رامکي غړیتوب لري.
د یادونې وړ ده، چې د وګړو د احوالود ثبت مرکزي ادارې په‌ خپل وړاندیز کې د جمهوري ریاست له عالي مقام څخه غوښتي و، چې د کاغذي تذکرو د وېش څرنګوالي او کره ارقامو معلومولو لپاره دې له نورو ادارو او له متخصصانو څخه یو پلاوی وټاکل شي، څو دا بهیر په بې پري ډول وارزوي، څو د ټولو  ډاډ ترلاسه شي.# پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته