امنیت

د کندزښار څلور امنیتي مسوولان له ډندې ګوښه شول

-کندزد زمري ۲۶ باختر
په کندزکې د یوه ښځينه افسر له شهید کېدو وروسته  د کندز ښاردرې تنه امنیتي مسوولان له ډندې څخه ګوښه شول .
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، د کندزد والي ویاند عصمت الله مرادي د یوې اعلاميې په خپرولوسره ویلي دي چې په کندزښارکې د یوه ښځینه افسر له شهید کېدو وروسته د کندزښآر د دریمې امنیتي حوزې آمر، د امنیت مدیراو د کندز د ښآروالۍ د ریاست مدیراو مسوول له ډندوڅخه ګوښه شول.
مرادي زیاته کړه چې ناپېژاندو وسله والوکسانو څو ورځې مخکې د سرحدي ځواکونو یوه ښځینه افسر د کندزښار د دريمې امنیتي حوزې په مربوطاتوکې د سرآسیاب د شرکت په سیمه کې د دې د کورنۍ د سترګو پروړاندې په ډزو سره شهیده کړه
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته