امنیت

طالبانو د افغانستان په ختيځ کې خپل اووه تنه پخواني غړي په دار وځړول

کابل باختر دوري  دمياشتې ٧ :
د طالبانو ډلې خپل اووه تنه پخواني غړي د افغانستان په ختيځ نورستان ولايت کې په دار وځړول .
د خبرونوله مخې:
په اعدام شويوکسانوکې په نورستان ولايت کې د دغې ډلې درې تنه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي.
په نورستان کې يوه قومي مشر رسنيو ته ويلي دي چې د طالبانو دغه پخواني غړي  په پاکستان کې د دغې ډلې د مشرانو او دغه راز د بهرنيو استخباراتو په لارښونه اعدام شوي دي.
د دغه قومي مشر په باور: د طالبانو دغه غړي له ورانکارى څخه لاس اخيستى و او د خپل هېواد د امنيت د تامينولو او پرمختګ لپاره يې هلې ځلې کولې.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د طالبانو د ډلې دغه اووه تنه پخواني غړي لومړى ونيول شول او له دوو وروځو وروسته د لسګونو تنو کليوالي خلکو په وړاندې په دار وځړول شول.
ده هم تائيدکړه چې د طالبانو دغه پخواني غړي له دې امله چې د سولې د تامينولو په لاره کې يې هلې ځلې کولې؛ وژل شوي دي.
تراوسه پورې طالبانو په رسمي ډول د دغو اوو تنو د اعدام او د دغې پيښې د علت په باب څه نه دي ويلي .
طالبانو پخوا هم د بهرنيو کړيو په لارښوونه خپل څو تنه فعال غړي د خيانت او په تروريستي فعاليتونوکې د بې پروايى له امله په نورستان کې اعدام کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته