نړۍ

د پاکستان له هر راز سرحدي تحرکاتو سره مبارزې ته چمتو والى

کابل باختر د کب دمياشتې  ٤ :
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو مقامات وايي چې د ډيورند کرښې په اوږدوکې د پاکستاني پوځيانو هر راز تحرکاتو ته د ځواب ورکولو په خاطر چمتو دي  .
دغو مقاماتو خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې دپاکستان سرحدي ځواکونو هر ډول تحرکاتو ته ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختوکې  دډيورندکرښې په اوږدوکې د پاکستان راکټي او توپچي بريدونه او د دغه هېواد تحرکات زيات شوي دي.
په دې وروستيو وختوکې دهېواد ختيځ په تېره بيا د کونړ او ننګرهار د ولايتونو  ځينو سيمو د پاکستاني ځواکونوله خوا د راکټي بريدونو ډګر و او دغه راز په ځينو مواردوکې په افغانستان کې د پاکستاني پوځيانو د پرمختګ يادونه هم شوې ده .
د پاکستاني ځواکونو له دغو تحرکاتو او راکټي بريدونو وروسته د افغانستان سرحدي ځواکونو د ډيورند د کرښې په اوږدوکې خپلې ګزمې او څارنې زياتې کړې دي.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمدايوب حسين
خيل وايي چې د ده ځواکونه په لوړې روحيې سره د پاکستان هر راز تحرکاتو ته د ځواب ورکولو په خاطر چمتو دي.           
ده د ډيورندکرښې په اوږدو کې  د پوځي قطعاتو له ځواکونوسره په  کتنه کې
چې د سرحدي پوليسو قوماندان هم حاضر و، وغوښتل چې دډيورند کرښې د څارنې لپاره خپل فعاليتونه زيات کړي او هر راز تحرکاتو ته دځواب ورکولو په خاطر چمتو و اوسي.
مخکې له دې د ډيورند کرښې په ا وږدوکې د پاکستان د وروستيو تحرکاتو په
غبرګون کې د افغانستان په جنوب کې د پوليسوعمومي قوماندان جنرال عبدالرزاق
خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې وه چې هر رازتحرکاتو  ته ځواب ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته