امنیت

په ننګرهار کې ۲۸ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
اتلس وسله وال طالبان په ننګرهار کې ووژل شول.
د ٢٠١سېلاب قول اردو وياند شېرآقا امانزي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د ننګرهار د حصارک او شېرزاد ولسواليو په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په بهير کې ۱۰ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د يو بل خبر له مخې:
پوځیانو د ننګرهار د څو ولسواليو په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو ١۵ ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل.
ختم شکريه –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته