کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه :
يوځانمرګى يرغلګر او څلورتنه نور ډار اچوونکي نن په بغلان ولايت کې ونيول شول.
دپلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر سمونوال جمال ناصرباخترآژانس ته وويل چې دغه کسان دملي امنيت د منسوبينو او د پلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې د پوليسو له خوا د پلخمري ښار د شمال دساحې په زمان خيلوکليوکې وپيژندل شول او ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه چې په يوې اندازې چاوديدونکو توکو سربېره يو موټر يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ