اقتصاد

په هرات ولایت کې د مالیې وزارت د وروستیو لاسته راوړنو په موخه د اطلاع رسونې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د کب د مياشتې ١١:
د مالیې وزارت د وروستیو لاسته راوړنو د اطلاع رسونې او د هرات ولایت د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه نن د دغه ولایت د غازي امان الله خان په تالار کې پراخه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د هرات ولایت ګڼو وګړو، مالیه ورکوونکو، سوداګرو، کسبه کارانو د ولایتي شورا وکیلانو، د پوهتنون استادانو، په سیمه کې د رسنیو استازو، د مدني ټولنو غړو، دیني عالمانو، د ګذر وکیلانو او زده کړیالانو برخه اخیستې وه. د هرات ولایت مقام په استازيتوب د سکټوري او تخنیکي خدمتونو رئیس ښاغلي احمد شعیب معصومي د غونډې په پرانیسته وینا کې وویل، چې د اطلاع رسونې طرح د مالیې وزارت یو نوښت دی چې په پلي کولو سره یې د حکومت او خلکو تر منځ واټن لا راکموي او د خلکو د ستونزو اورېدو یواځینۍ لار د اطلاع رسونې همداشان غونډي دي.
نوموړي د مالیې وزارت د وروستیو لاسته راوړنو ستاینه وکړه او وویل، چې مالیې وزارت په ټولو چارو کې مخکښ وزارت دی او له نورو ادارو څخه یې هم د ورته کړنوغوښتنه وکړه.
د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي د اطلاع رسونې طرحې د موخې بیانولو تر څنګ د غونډې ګډونوالو ته په تېرو دو کلنو کې په بي ساري ډول د ملي عوایدو پر راټولېدو، د هیواد لومړیتوبونو ته په کتو سره د ملي بودیجې پر لګښت او متوازن ترتیب، د وارسا او بروکسل کنفرانسونو پر لاسته راوړنو، پر پانګوالو او ملي سوداګرو د اقتصاد عالي شورا پر مثبتواغېزو، په عایداتي سرچینو کې د الکترونيکي سیستمونو په نصبېدو، په تیرو دو کلونو کې خصوصي سکټور ته د اسانتیاو پر برابرولو او د مالیې وزارت په بېلابېلو برخو کې د پراخو اصلاحاتو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
نوموړي همدا راز د هرات له ولس څخه غوښتنه وکړه چې د مالیې وزارت اړونده ادارو کې د فساد پر مهال له مونږ سره معلومات شریک کړي او مونږ به یې پر وړاندې بېړنی ګام پورته کړو.
د هرات د ولایتي شورا استازي ښاغلي سردار بهادري، په خپلو خبرو کې د فساد د له منځه وړلو یواځنۍ لار د مکافاتو او مجازاتو پلي کول وبلل او ویې ویل، چې مالیې وزارت دا لړۍ په تېرو دوو کلونو پیل کړی ده، نوموړي له مالیه ورکونکو، سوداګرو او خصوصي سکټور څخه غوښتنه وکړه چې د هیواد د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.
د هرات ګمرک رئیس ښاغلي محمد انور رحماني، د یاد ولایت مستوفي ښاغلي میرویس حبیب زاده، د خصوصي سکټور او د ګذر وکیلانو هم په خپلو برخو کې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د ناستې په پای کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت د عامه اړيکو رياست غواړې ددغه وزارت د رهبرۍ مقام د هدایت په اساس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورته غونډې جوړې کړي، چې د مالیې وزارت لاسته راوړنې ورته روښانه او د دوی ستونزې مالیې وزارت رهبرۍ مقام ته ورسوي چې د قانون په چوکاټ کې ورته د حل لارې چارې پیدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته