امنیت

يوه ډله وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان پرون له خپلو پنځلسو تنو افرادو سره يې په بادغيس ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شو.
د بادغيس ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر باختر آژانس ته وويل: په القاعده مشهور ملا يوسف له پنځلسو تنو افرادو سره يې د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يوځاى شو . دغو کسانو يوه زياته اندازه وسلې او مهمات هم دولت ته سپارلي دي.
ملا يوسف مخکې له دې له خپلو افرادو سره د جوند ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو او د بادغيس ولايت په نورو سيموکې دولتي ضد بريدونه ترسره کول.
خبرځاى وويل: د سولې له بهير سره د دغې ډلې پيوستون د دغې ولسوالۍ د امنيت په تامينولو مهم اغيزه کوي .
خبرځاى باور لري چې د سولې له بهير سره د دغه شان افرادو پيوستون د طالبانو ليکى کمزورې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پخواهم ٥٠ تنه وسله وال طالبان د دغه ولايت په بېلابېلو سيموکې د سولې له بهير سره يوځاى شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته