کابل / باختر د تلې دمياشتې ٧ :
په کندز کې نن د ناتو د ځواکونو د الوتکو د بمباريو له امله ١٦٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د کندز د والي وياند سيدسرور حسيني د باخترآژانس خبريال ته وويل :
په عملياتو کې د ناتو د ځواکونو موظفو الوتکو د قهوه خانې د نوآباد، دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست او دچاردرې سړک په ګډون د کندز ولايت په حساسو سيمو بمبارۍ وکړې چې له امله يې د دريو تنو عربانو په ګډون ١٦٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
حسيني زياته کړه : د نن ورځې په بهيرکې ٦٣ تنه وسله وال طالبان چې د کندز ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا په رياست کې راټول شوي وو، او دغه راز د دريو تنو عربانو په ګډون ٨٣ تنه نور وسله وال طالبان د قهوه خانې د نوآباد په ساحه کې او شل تنه نور وسله وال طالبان چې دخلکو په مالونو بار له پنځلسو رنجر موټر سره د چاردرې په لور روان وو ، د ناتو د الوتکو دبمباريو له امله ووژل شول او وسايط يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل