نړۍ

د اوکراين بيلتون غوښتوونکو او حکومت خپل بنديان مبادله کړل

کيف د روسيې غږ – باختر د وږې دمياشتې ٢١
د دونتسک ښار پوځي مليشو او د اوکراين دولتي ځواکونو د بلا روسيې د مينسک ښار د اوربند د موافقه ليک د اجراکولو په لاره کې خپل بنديان مبادله کړل .
د روسيې خبري آژانس راشا تودې د دونتسک  د دفاع وزارت د يو استازي له خولې د انټرفاکس خبري آژانس ته د خپلو درې ديرشو تنو پلويانو سره د اوکراين د شپږ ديرشو پوځي بنديانو د تبادلې او د پنځو تنو نورو بنديانو د سپارلو په باب د اوکراين د حکومت د ژمنې خبر ورکړى دى.
د اوکراين جمهور رييس پترو پروشنکو د چارشنبې په ورځ اعلام وکړ چې کيف د اوربند د موافقه ليک له لاسليک کولو سملاسي وروسته خپل اووه سوه تنه ځواکونه له بيلتون غوښتوونکو څخه تسليم شوي دي او هيله کيږي چې د اوونۍ تر پايه پورې خپل پنځه سوه تنه نور سرتيري تسليم شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته