نړۍ

دناټو تړون دپراخو تمرينونو پلان.

بروکسل- دويچې ويله – باختر دلړم دمياشتې ١١
ناټو غواړي دافغانستان له ماموريت وروسته زياتې مانورې ترسره کړي.
په روانه ميلادي مياشت کې ددغه تړون پوځي تمرينونه په تيرو اووکلونو کې
پراخ تمرينونه دي .
المانيان ،ايتالويان، پولنډيان ،امريکائيان ،ترکان او لتوانيايان دولس کاله په افغانستان کې په ګډه له امنيت سره دمرستې په ماموريت کې يې ديو ټيم په توګه
ښه کار وکړ.
په افغانستان کې دناټو  داته ويشتو غړو هيوادونو يو سلو ديرشو زروتنو عسکرو ته ګډ کار او ارتباطات يو ورځنۍ کار و چې د ٢٠١٤ کال په پاى کې په افغانستان کې دناټو د ماموريت له پاى ته رسيدو وروسته ددغو فعاليتونو زياته برخه هم پاى ته رسيږي.
ناټو  د دې لپاره چې دغه ګډ کارونه کمزوري نه شي په راتلوونکو کلونو کې به زيات تمرينونه ترسره کړي.
نوي تمرينونه ديوې ستراتيژۍ له مخې ، دوام مومي چې دناټو دعمومي قوماندان فليب بريدلوف دڅرګندونوله مخې دتيارسۍ په حال کې دماموريت په نامه ياديږي.
ناټو دغه  شان پراخ ماموريتونه له نن څخه د روانې ميلادي مياشتې تراتلسمې نيټې  پورې په پولند، لتوانيا او ختيځ سمندرګي کې ترسره کوي.
په دې تمرينونو کې دناټو شل غړي هيوادونه  او دسويدن ، فنلند او اوکراين په
شان همکار هيوادونه ګډون کوي چې پکې بشردوستانه عمليات ، دسمندري غلو
پرخلاف جګړه ، دتروريزم په مقابل کې دفاع  او دناټو دغړو هيوادونو دفاع پکې شامل دي .
ددغو تمرينونو ترڅنګ چې په ټاکل شويو سيمو کې ترسره کيږي يو نمايشي بريد هم  ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته