اسلام آباد / دامريکا غږ/ د زمري ٤مه
د پاکستان په بېلابېلو ښارونوکې پرون د حکومت د مخالفو ګوندونو زرګونو پلویانو مظاهرې وکړې او د صدراعظم عمران خان د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
مظاهره کوونکو په خپلو شعارونوکې عمران خان د پاکستان د اقتصادي ستونزو اصلي عامل وباله.
دا مظاهرې د پاکستان د پارلماني انتخاباتو د پايلو له اعلام څخه ټیک یو کال وروسته کېږي چې دغه ټاکنې د عمران خان ګوند ګټلې وې او اعتراض کوونکو هغه ورځ "توره ورځ" وبلله.
شاوخوا لس زره کسانو پرون په پېښورکې مظاهره وکړه او ټاکل شوې ده د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د عمران خان پر ضد مظاهرې وشي.
د حکومت ضد مخالف ګوندونه ادعا کوي چې د پاکستان پوځ د عمران خان په ګټه په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده، خو عمران خان دا ادعا نه مني.
دا مظاهرې داسې مهال کېږي چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې یو شمېر سوداګرو د لوړو مالیاتو پر ضد، يو ورځنى اعتصاب کړی و.
په تېرو ټاکنوکې له فساد سره مبارزه او د پاکستان د اقتصاد پياوړي کول، د عمران خان شعارونه وو. خان واک ته له رسېدو وروسته د پخوانیو حکومتونو ځینې لوړ پوړي چارواکي د فساد په تور بندیان کړل.
عمران خان وايي: د پاکستان اوسنی بد اقتصادي وضعیت د تېرو حکومتونو میراث دی.پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل