کابل باختر دکب پنځمه
دملي اردو دوه تنه سرتيري په هلمند ولايت کې ديرغلګرو په بريد کې شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، څه ناڅه شلو تنو يرغلګرو نن سهار په نادعلي ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو په يوې اډې بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې ديرغلګرو په دې بريد کې دملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم دسرزيان اوښتى دى . خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ