امنیت

دکندز په مرکزي جيل کې بنديان ديني اوحرفوي زده کړې کوي .

کابل باختر د تلې  پنځلسمه :
دکندز ولايت په مرکزي  جيل کې بنديان ديني او حرفوي زده کړې کوي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه بنديان چې په بيلابيلو  جرمونو په دغه جيل کې شپې سبا کوي په دغه جيل کې دديني علومو او دحرفوي زده کړو له امله خوښي څرګندوي .
يوشمير  دغو بنديانو دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل: سره له دې چې جيل ښه ځاى نه دى بيا هم له هغو امکاناتو څخه يې چې ورته برابر شوي دي په سمه توګه  استفاده کړې ده او تراوسه پورې پنځلس تنو بنديانو قران عظيم الشان حفظ کړى دى او يوشمير نورو يې دترکاڼۍ  ، حلبي جوړولو ،  سلماني او خياطي  په ګډون  بيلابيل کسبونه  زده کړي او دديني علومو دتعليماتو په زده کړې  بوخت دي .
دوى زياته کړه چې دخپل بند دمودې  په بشپړولو سره کولاى شي دهغه کسب له لارې چې زد ه کړې  يې دي خپلې کورنۍ ته يوه مړى حلاله ډوډى برابر کړي .
دکندز ولايت دمرکزي جيل دلوى مديريت مرستيال او سرپرست ګلخان کوفي  وويل چې دغه جيل دهغه وخت  وګړو ته په پاملرنې سره شپيته کاله مخکې جوړ شوى دى . چې اوس بنديانو ته دخونو دکيفيت په برخه کې زياتې ستونزې شته او ټاکل شوې ده چې بنديانو ته يوبل ځاى جوړ شي .
جيل مرستيال دخپلو خبرو په دوام وويل چې چارواکي هلې ځلې   کوي چې بنديان له هره پلوه ارام وي او په همدې خاطر په دغه جيل کې بنديانو ته د روزنيزو پروګرامونو لړۍ  هم ترلاسه  لاندې  شوې ده چې همدااوس  سربيره پردې  چې په لسګونو تنه په ډول ډول  کسبونو کې په زده کړې  بوخت دي، پنځلسو تنو  بنديانو په تيرو ورځو کې قران عظيم الشان  حفظ  کړى دى او حافظان شوي دي او په نږدې ورځو کې به ديوې غونډې په ترڅ کې په هغو دفضيلت پګړى  وتړلې  شي .
دکندز دجيل دمدير دڅرګندونوله مخې، همدا اوس درې سوه پنځه شپيته تنه بنديان په دغه جيل کې  دخپل محکوميت دوره تيروي چې دوه ويشت تنه يې ښځې دي .
ديادونې وړ ده چې دکندز ولايت مرکزي جيل کابو شپيته کاله مخکې دمحمد ظاهر شاه  دباچاهي په دوران کې دکندز ښار په جنوبي  برخه کې په خامه ډول جوړ شوى دى او په څلورو خواو کې يې داستوګنې کورونه دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته