امنیت

په خوست کې په جنايي جرمونو کې دلاس لرلو په تور دشپږ وتنونيول کيدل

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١:
شپږ تنه په خوست ولايت  په جنايي جرمونو کې دلاس لرلو په تورونيول شول.
دغه کسان  په بيلابيلو پيښو کې او دسندونو دجعل او غلا په اړون نيول  شوي دي .
دخوست ولايت   دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې امنيتي مامورينو په تيرو  ٢٤ ساعتو کې شپږ تنه دسرو زرو او دموټرو دسندونو  دغلاکولو  او هم دسندونو دجعل په تور نيولي دي.
ده وويل  چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.
ديوبل خبرله مخې :  درې تنه وسله وال طالبان په خوست ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
په دغو طالبانو نن سهار هغه وخت  چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و  دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته