امنیت

د خپلواکۍ د نمانځنې په غونډې د طالبانو راکټي بريد

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٨ :
طالبانو د کونړ ولايت په مرکز اسعدآباد ښارکې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې د غونډې په برخه والو راکټي بريد وکړ.
په لومړنيو رپوټونوکې ويل شوي دي چې په دې پيښه کې څه ناڅه ٦٠ تنو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده.
د کونړ والي له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل چې دلومړنيو رپوټونوله مخې دطالبانو په دې راکټي بريدکې ٣ تنه وژل شوي او٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي. يوازې ٣ تنه پوځيان په ټپيان کې شامل دي.
د اسعدآباد ښار د روغتون ډاکترانو د طالبانو د دغه راکټي بريد د شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې له سختو امنيتي تدبيرونو سره سره وسله وال طالبان څنګه د هېواد خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې د نمانځنې په مراسمو په دغه بريد بريالي شوي دي؟
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته