امنیت

په ګرديزکې دماين دچاودنې له امله يو پوليس شهيد او درې تنه نور يې ټپيان شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
دپکتيا ولايت په يوه واټ کې د ماين د چاودنې له امله يو پوليس شهيد او درې تنه نور يې ټپيان شول.
د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال مديرخان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن غرمه دپکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو يو رنجر موټر د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د هغه د چاودنې له امله يو پوليس شهيد شو او درې تنه نوريې ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: د پيښې ټپيان د ګرديز ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د مسوولينو د څرګندونو له مخې، د ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته