سیاست

ډاکترعزيزالله لودين : دډاکتررهين پرخلاف تورونه نه شم منلى

کابل باختر دتلې دمياشتې ١ :
له اداري فسادسره  دمبارزې  دخپلواکې ادارې رييس ډاکتر عزيزالله لودين دسلام  صبح بخير افغانستان  په پروګرام کې ويلي دي  په ايمان سره تاسو ته ويلاى شم چې دډاکتر رهين په باب تورونه  نه شم منلې  .
دباخترآژانس دخبرله مخې : ډاکتر عزيزالله لودين په دې خبرو کې ويلي دي  که چيري څوک  دډاکتر رهين په باره کې  ددغه تور په باب په قرآن قسم ياد کړي زه باور نه لرم .
ده زياته کړې ده ، چې له مطبوعاتو څخه زماغوښتنه دا ده  چې  دډاکتر رهين په شان دپاکو شخصيتونو ترڅنګ دې ودريږي  او هغوي پياوړي کړي.
دده دڅرګندونوله مخې :  ددفاع دوزارت په باب هم  خبر رارسيدلى و چې په  دريو مليونو ډالرو مزې چړچې شوي دي په داسي حال  کې چې له تحقيقاتو وروسته ثابته شوه  چې دغه خبر سم نه دي .
ډاکتر لودين زياته کړې ده  ديومليون ډالرو له جملې څخه چې دوه سوه نهه ويشت زره ډالره يې داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت ته ورکړشوي دي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير په شفاف ډول  دهغه حساب وړاندې کړى دى .
لودين په صراحت سره وويل ،  هغه کسان  چې دغه شان تورونه لګوي  له هغوي څخه دې پوښتنه وشي  چې دهغوي تيرکارونه او کړه وړه څه ډول و ، او خلکو ته يې  څه خدمت کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته