ټولنه

يوې ميرمنې خپل ميړه وواژه خو دا هم دخپل ورور له خوا ووژل شوه .

کابلباختر دثور٩
په پروان ولايت کې يوه ميرمن له هغه وروسته چې خپل ميړه يې وواژه دخپل ورور له خوا ووژل شوه .
دغه پيښه دچاريکارو ښارته څيرمه په دولا نه سيمه کې را منځته شوه .
پوليس وايي چې لومړى دري څلويښت کلن سړى عبدالغني دخپلې ميرمنې مارينا له خوا ووژل شو او وروسته ددغې ميرمنې ورور ميراقاخپله خور ووژله.
ويل کيږي چې ميراقا دخپلې خور له وژلو وروسته له سا حې څخه په تيښتې بريالى شوى دى.
دپروان ولايت دمرکز چاريکارو په ښار کې دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل چې ښايي ددغې پيښې انګيزه کورنۍ تاو تريخوالي وي .
ددغې کورنۍ يو ګاونډى جان اقا وا يي چې ٣٥کلنې مارينا خپل ميړه په تبر سره بند په بند جلا کړ او غوښتل يې چې ديوې بورۍ په واسطه يوه ځاى ته وليږد وي چې دخپل ورور له خوا ووژل شوه .
په همدې حال کې دچايکارو دپوليسو مامورينو دخالد په نا مه يو سړى دمارينا په وژنه کې د همکاي په تور نيولى دى خو تر او سه پورې دميراقا دموندلو او نيولو لپاره پلټنې کوم ځاى ته نه دى رسيدلى .
دپروان امنيتي مقامات ددغې پيښې داصلي انګيزې درو ښا نه کيدو لپاره دپلټنې دپيل خبر ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته