امنیت

په سمنګانوکې د ډبرو سکرو د يوه کان دوه تنه متصدیان وتښتول شول

کابل / باختر/ د کب دمیاشتې ۱۹مه
په سمنګانو ولايت کې د ډبرو سکرو د يوه کان دوه تنه متصدیان د وسله والو طالبانو             له خوا وتښتول شول.
د کوز دره صوف ولسوال باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه نا وخته  د دغې ولسوالۍ  د تاقچي په سيمه کې د شباشک د ډبرو سکرو د کان په تګلوري کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې يو پوليس شهيد کړ او د کان دوه تنه مسوولين يې له ځانه سره بوتلل.
خبرځاى زياته کړه چې د کومکي ځواکونو په رسيدو سره وسله وال طالبان وتښتيدل  چې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې دوه تنه طالبان ټپيان شول.
ويل کېږي د تښتول شويو کسانو د موندلو لپاره د پلټنې عمليات پيل شوي دي.
پاى م  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته