امنیت

په لغمان کې له بيځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته

مهترلام باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٨ :
په لغمان کې له  ١٥٥  بيځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه .
دلغمان دوالي وياند سرحدي ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل چې  د
(اى  آرسي) موسسې له خوا له هغو کورنيو سره چې په الينګار ولسوالۍ کې د جګړو له امله بيځايه شوې وې، نغدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته اتلس زره افغانۍ ورکړاى شوې.
ددغې مرستې دويش په بهيرکې دلغمان والي  عبدالجبارنعيمي ، محمدکاظم  حقپال او دولايتي شورا غړي  حاضر وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته