کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
امنيتي منسوبينو پرون په فراه ولايت کې شپږ ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل .
د فراه امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو شپږ ماينونه په خاورو او وينوکې د خلکو د ليت پيت کولو په خاطر د فراه د مرکز سورکلي په واټ کې ښخ کړي و چې د امنيتي منسوبينو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
ختم_ ج _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ