نړۍ

دهند نوې لوى درستيز معرفي شو

نوى ډيلى / جينونيوز / د مرغومي ١١ مه/ باختر جنرال بي پين راوات د هند د اردو د نوي لوى درستيز په توګه معرفي شو. دهند حکومت نن جنرال بي پين راوات يې د دغه هېواد د نوي لوى درستيز په توګه معرفي کړ. باختراژانس د پاکستان جيونيوز خبري شبکې له خولې خبر رورکړ : دغه څلورستورى لرونکى جنرال به د هند د دفاع وزارت په عمده پوځي چارو کې د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړي. دغه افسر به دغه راز د پوځي چارو د نوې ادارې رييس هم وي چې دهند د اردو د دريو برخو( هوايي ، سمندري او ځمکني ) ګډې زده کړې ، تهيه او تدارکاتو مسووليت به پرغاړه ولري. دهند د دفاع وزارت په دې وروستيو کې د دغه هېواد د ځمکنيو، هوايي او سمندري ځواکونو رول او وضعيت ښه کړى دى. کله چې له جنرال راوات څخه په دې پست کې د ده دپروګرامونو په هکله پوښتنه وشوه، وويل ؛ خپل ستراتيژي به دخپل مقام له ترلاسه کولو وروسته وړاندې کړي. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته