نړۍ، د غبرګولي ۳مه، بهرنۍ رسنۍ
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران د مړه شوي ولسمشر ابراهیم رییسي جنازه خاورو ته د سپارلو په هدف د دغه هېواد مشهد ښار ته رسېدلې او ټاکل شوې نن مازیګر ۴ بجې خاورو ته وسپارل شي.
د نوموړي سره یوځای د مړه شوي بهرنیو چارو د وزیر امیر حسین عبداللهیان جسد هم نن له غرمې وړاندې تهران کې د بهرنیو چارو وزارت انګړ په یوه برخه کې خاورو ته وسپارل شوه.
د تبریز د امام جمعه، د سپاه پاسداران د قومندان او د هلیکوپټر د تخنیکي ټیم او پیلوټانو جنازې هم د ایران په مختلفو ښارونو کې خاورو ته سپارل شوې دي.
دغه کسان د تېرې یک شنبې په ورځ د ایران په ختیځ اذربایجان په ځنګلونو کې د هلیکوپټرې د سقوط په پایله کې مړه شول او پرون چهارشنبې یې ترهان کې عمومي جنازه ترسره شوه او د نړۍ د ګڼو مشرانو په ګډون په کې سلګونه زره ایرانیانو ګډون کړی وه.