خبرونهنړۍ

کلمبیا د فلسطین په رام الله کې خپل سفارت پرانیزي

نړۍ، د غبرګولي ۳مه، بهرنۍ رسنۍ

کلمبیا چې د اسرایلو سخته منتقده ده او د روانې میاشتې په پیل کې یې له دغه رژیم سره ډیپلوماتیکې اړیکې هم پرې کړې، ولسمشر يې ګوستاو پېترو له فلسطین سره د اړیکو د لا پیاوړې کولو په موخه د فلسطین په اوسنۍ پلازمېینه رام الله ښار کې، چې مرکزي لویدیځه غاړه کې موقعیت لري، د خپل هېواد سفارت پرانيستلو امر کړی دی.

د دغه امر د پلي کېدو د نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د کلمبیا اي ای سپېکټېډور ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دغه اقدام تېر کال هغه مهال پلان شوی، چې کلمبیایي چارواکو د فلسطیني سفیر رؤف المالکي باور لیک ومانه.

د یادونې وړ ده، چې په نړیواله کچه د فلسطین ملاتړ مخ په ډېرېدو دی او تازه پرون هسپانیا، ناروې او ایرلنډ اعلان وکړ، چې فلسطیني دولت په رسمیت پېژني.

دې سره جوخت بیا پر اسرایلي رژیم نیوکې مخ په ډېرېدو دي او د شنونکو په باور اکثریت هېوادونه له دغه اشغالګر رژیم سره د اړیکو شلولو ته تیاری نیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته