امنیت

په جوزجان کې بې ځايه شويو کورنيومرسته ترلاسه کړه

کابل باختر دچنګاښ دويمه :
په جوزجان کې پرون درې زره بې ځايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه کورنۍ چې دوروستيو جګړو او ناامنيو له امله دفارياب ، سرپل او جوزجان له ناامنو سيمو څخه په شبرغان ښارکې استوګن شوې دي، ددوستم مرستندوى بنسټ پرهغوى اوړه ، غوړي ،  وريجې ، لوبيا او بوره وويشله .
ويل کېږي په جوزجان کې دجګړې له زيانمنو شويو اوسېلاوځپلو سره دمرستندويو موسسو دمرستې  بهير دوام لري .
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته