نړۍ

سوريه د اوومې ډلې په غونډه کې د خبرو اصلي محور

دمشق بي بي سي   باختر دوري  دوه ويشتمه :
د جي _ ٧ په نامه د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونوغونډه تېره شپه په          ايټاليا کې جوړه شوه.
د را رسيدلو خبرونوله  مخې ؛ د جي _ ٧  دغړو هېوادونو دبهرنيو چارو وزيران به په دې باب چې څه ډول په روسيې زور واچوي چې دغه هېواد دسوريې دجمهور رئيس  بشار اسد له ملاتړ څخه لاس واخلي، خبري وکړي.
دغه راز دخبريالانو دڅرګندونوله مخې د سوريې په باره کې د امريکا له خوا ځينو  توپيري پيغامونوته په پاملرنې سره، داسې بريښي چې د ايټاليا په غونډه کې  برخه وال د سوريې په وړاندې د دغه هېواد دسياست په باره کې دامريکا له خوا د توضيحاتو غوښتوونکي وي.
د امريکا دبهرنيو چارو وزير رکس تيلرسون  ديکشنبې په ورځ  دخبرو په ترڅ کې   دسوريې په وړاندې  دروسيې په دريځونو سختې نيوکې وکړې.
ده وويل  چې د روسيې اهمال په سوريه کې دکيمياوي بريد سبب شوى دى.
د امريکا دبهرنيو چارو وزير دغه راز پخوا ويلي و چې د سوريې په باب دده دهېواد لومړى لومړيتوب او ستراتيژي، دداعش ماتول دي او د بشاراسد د برخليک ټاکنه سياسي بهير او د دولت او مخالفانو ترمنځ خبرو ته ځنډول کيږي.
دخان شيخون له مشکوکو بريدونو وروسته، امريکا د ٥٩ توغنديو په توغولو سره د سوريې په لويديځ کې د الشعيرات په هوايي اډې  بريد وکړ، هغه بريد  چې دمسکو او تهران  له غوسې سره مخامخ شو ، ايران او روسيه د سوريې دوه اصلي متحدين دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته