سیاست

کريم خليلي دايران له سفير سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابلباختردميزان٣
په کابل کې د ايران داسلامي جمهوريت سفيرابوالفضل ظهره وند نن له غرمې وروسته د جمهور رئيس له مرستيال سره د مخه ښې کتنه وکړه  .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ  :
په دې کتنه کې لومړى دايران داسلامي جمهوريت سفيردافغانستان اوايران ترمنځ دوستانه اړيکې تاريخي ،ديني اوفرهنګي وبللې  او د دواړو هيوادونو ترمنځ  يې داړيکودپراختيا په لاره کې دخپل متبوع هيواد دلوړرتبه  مقاماتو د علاقمندي خبر ورکړ .
ده  دغه راز دخپل ماموريت په بهير کې  دافغانستان ددولت دمقاماتودهمکاريو له ا مله دقدرداني په ترڅ کې څرګنده کړه په افغانستان کې دخپل ماموريت له وخت څخه ښې او نه هيريدونکي خاطرې له ځان سره لرم .
وروسته دجمهور رئيس مرستيال د دواړوهيوادونو ترمنځ موجودو فرهنګي مشترکاتو په پاملرنې سره د دواړو ورونو هيوادونو ترمنځ يې ښې او  دوستانه اړيکې  ارزښتناکې وبللې اودافغانستان او ايران ترمنځ  يې د دوه اړخيزو اړيکو         په پراختيا باندې ټينګاروکړ .
د جمهور رئيس مرستيال په تيره يوه لسيزه کې دافغانستان له دولت اوملت سره دايران د دولت اوخلکودهمکاريو له ا مله  قدرداني څرګنده کړه او دافغانستان او ايران ترمنځ يې متقابلې همکارۍ  د دواړوهيوادونو د پرمختګ او ودې په لاره کې ضروري  وبلل .
دجمهور رئيس مرستيال د دواړوهيوادونوداړيکودپراختيا په لاره کې په افغانستان  کې دماموريت په دوره کې دايران دسفير رول دقدر وړ  وباله او ده ته يې  د برياليتوب  هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته