سیاست

دهلمند خلک: افغانان به هغه مهال د امریکا له متحده ایالاتو سره پر امنیتي تړون هوکړه وکړي چې دغه هېواد په افغانستان کې د جګړې ټول عوامل له منځه یوسي او یوې تلپاتې سولې ته لاره اواره کړي.

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هلمند ولایت له یو شمېر دیني عالمانو، مشرانو او مخورو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، حاجي محمد انور خان خبرې وکړې او د خپلو یو شمېر سیمه ييزو ستونزو د بیانولو په ترڅ کې یې لومړۍ درجې ته د هلمند ولایت د لوړولو، د ملي پولیسو د تشکیل د پراختیا، د کجکي د برېښنا پر بند د کار د پیل کېدلو، د زده کوونکو د لیلیې د ستونزو د حل کولو او د هلمند پوهنتون د ودانۍ د جوړولو غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس د دوي د غوښتنو له آوریدو وروسته، د کورنیوچارو، لوړو زده کړو، پوهنې او د انرژۍ او اوبو وزیرانو او د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس ته چې په غونډه کې حاضرو، لارښوونه وکړه چې د هلمند د خلکو ستونزو او غوښتنو ته پاملرنه وکړي.
همدا راز په دې کتنه کې حامدکرزي د هلمند مشرانو او دیني عالمانو ته له امریکا سره د امنیتي تړون او د سولې د بهیر په باب معلومات ورکړل.
ده، وویل چې افغانستان به په هېوادکې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
حامدکرزي زیاته کړه: د امریکا له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په اړوند خبرې په دقت سره روانې دي او افغانستان به د خپلو ملي ګټو او ملي واکمنۍ په پام کې نیولو سره له امریکا سره په دې باب خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
د هلمند مشرانو د سولې د بهیر پر بریالیتوب باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د خلکو ترټولو ستره او مهمه لومړنۍ اړتیا په هېوادکې د سولې او امن ټینګښت دی.
دوی وویل:" افغانان به هغه مهال د امریکا له متحده ایالاتو سره پر امنیتي تړون هوکړه وکړي چې دغه هېواد په افغانستان کې د جګړې ټول عوامل له منځه یوسي او یوې تلپاتې سولې ته لاره اواره کړي."#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته