سیاست

مسلميار دالبا موسسې له رييس سره وکتل .

کابل باختر د سلواغې پنځمه :
دمشرانوجرګې  رييس فضل  هادي مسلميار نن دافغانستان له مقننه قوې سره دمرستې دموسسې البا  له رييس پيتر ديمتروف  سره وکتل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې پيترديمتروف له مشرانوجرګې سره ددغې موسسې د همکاريو دژمنې په ترڅ کې دمسلکي  ، لوژستيکي او معلوماتي همکاريو او ددارالانشا دغړو او مامورينو دکاري ظرفيت دلوړولو په برخه کې خپل تياري څرګند کړ .
دکتنې په بهير کې  دمشرانو جرګې دغړو او په تيره بيا ددغې جرګې  دنويو غړو لپاره دپارلماني چارو ديوه معلوماتي پروګرام دتنظيم داړتيا په باب موافقه وشوه او دالبا موسسې رييس ژمنه وکړه چې ددغه شان پروګرام مالي اولوژستيکي  مسئلې دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا دادارې له مقاماتوسره همغږۍ کوي او په دوو اوونيو کې  رپوټ ورکوي .
دغه راز په دې کتنه کې ددغې موسسې په مالي او تخنيکي ملاتړ دمشرانوجرګې دکميسيونونو او دارالانشا مامورينو ته ددفتري اسانتياو په برابرولو او دمشرانو جرګې  دويب سايت دکيفيت په لوړولو پورې  داړوندو مسئلو په باب هم خبرې وشوې .
وروسته دمشرانوجرګې رييس په داسې حال کې چې ددارانشا  مرستيال شاه سلطان  عاکفي هم برخه لرله ددغې موسسې دمرستو له امله قدرداني وکړه اوڅرګنده يې کړه هغه کسان چې ددغې موسسې له خوا دتجربو  دترلاسه کولو  لپاره  دمشرانو جرګې  ددارالانشا   ته معرفي شوي دي دامکان په صورت کې به دملکي خدمتونودکارکوونکو دقانون له حکمونوسره سم دمشرانوجرګې په مربوطاتوکې په دندو وګومارل شي .
  ديوبل خبر له مخې، دمشرانوجرګې  ددارالانشا  ديوشمير رييسانو اوکارکوونکو کړه وړه نن دسنامجلس دلومړي نايب محمدعلم ايزديار  له خوا دستاين ليکونوپه ورکولو سره وستيال شول .
  په هغې غونډه کې چې له همدې امله دملي شورا په مقر کې جوړه شوې وه  .
ايزديار  دسنامجلس له غړو سره ددغو کارکوونکونه ستړې کيدونکي  او اوږه په اوږه کړه وړه وستايل او هيله يې وکړه چې کارکوونکي  دقانون جوړولو او دحکومت دکړنو دڅارنې  په برخه کې خپلې سلامشورې سناتورانو ته وړاندې کړي چې هغوى وکولى شي خپل کارونه په ښه توګه ترسره کړي .
په پاى کې  ددارالانشا  مرستيال شاه سلطان عاکفي ددغو کارکوونکو په استازيتوب  ددغې معنوي ستاينې  له امله مننه وکړه اوژمنه يې وکړه چې ددارالانشا کارکوونکي  به خپلې اړوندې دندې په ښه توګه اجرا کړي .
دغه راز په دې غونډه کې ددارالانشا يو کارکوونکى  سيد قدرت الله راز چې نوى ددارالانشا دمالي او اداري چارودمعاونيت دسرپرست په توګه ټاکل شوى دى کارکوونکو ته وروپيژندل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته