کابل باختر د سلواغې پنځمه :
په سرپل ولايت کې دنوې نښتې له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه دسرپل ولايت دکوهستاناتو ولسوالۍ بازارته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
په سرپل ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دې پيښه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . ويل کيږي چې له دغې نښتې وروسته پوځيانودطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل او ماينونه ترلاسه کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ