امنیت

په خانشين کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٥
د هلمند ولايت سيمه ييزو مقاماتو په خانشين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې د دوام خبر ورکړ .
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: په خانشين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ اوس هم سخته جګړه دوام لري.
د ځواک د څرګندونو له مخې: د خانشين ولسوالۍ تر اوسه پورې د طالبانو له خوا نه ده نيول شوې او زموږ ځواکونه اوس له طالبانو سره په جګړې کې دي .
خو د هلمند د ولايتي شورا غړى بريالى نظري وايي چې د خانشين ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده .
ده زياته کړه: طالبانو اته شپې مخکې په دغه ولسوالۍ بريد وکړ او دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده .
له بله پلوه د هلمند ولايت د څلورمې سرحدي لوا قوماندان وايي: تر اوسه هم د دغې ولسوالۍ د ودانۍ يوه برخه د افغان ځواکونو په لاس کې ده او جګړه دوام لري. د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې جګړه کې طالبانو ته د سر زيان اوښتى چې دقيق شمېر يې معلوم نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته