سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت هلې ځلې کوي چې د (کابل بهير) د سولې د خبرو اترو مديريت په بشپړه توګه په لاس کې ونيسي

کابل/ باختر دثور ٣١:
د جمهور رييس سرپرست ويندوى په کابل کې په يوه خبري غونډه کې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د دايمي سولې په اړوند د (کابل بهير) د غونډې په ترسره کولو سره د بېلابېلو هېوادونوله استازو سره هر اړخيزې خبرې کيږي .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په افغانستان کې د سولې د تامينولو د هلوځلو په دوام دا ځلې دولت هلې ځلې کوي چې د دغه بهير  مديريت په لاس کې واخلي .
د جمهوري رياست سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي  پرون په کابل کې په يوه  خبري غونډه کې وويل: د (کابل بهير) په غونډه کې چې د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د غبرګولي په مياشت کې په کابل کې ترسره کيږي، په دې باب به خبرې وشي .
ده وويل: جمهور رييس دوه ورځې مخکې په کابل کې د بهرنيو هېوادونو له سفيرانو سره خبرې وکړې او ټاکل شوې ده د (کابل بهير) غونډه د غبرګولې په مياشت کې ترسره شي .
مرتضوي وويل: د (کابل بهير) په کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو استازو په تېره بيا هغو هېوادونو ته هم بلنه ورکړې شوې ده چې د افغانستان د سولې له بهير سره دومره ليوالتيا نه لري.
که څه هم له دې مخکې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د ملاتړ او اغيز په موخه غونډه جوړه شوې ده، خو دغو غونډو نتيجې نه لرلې .
افغان مقاماتو او کارپوهانو ويلي دي: دغه غونډه په دې دليل بې اغيزه وه چې پاکستان په دې باب خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته