تهران بي بي سي باختر دوري دوه ويشتمه :
دايران يوه دولتي مقام د (اې ټي آر) دالوتکو جوړونې له شرکت څخه دايران اير دشرکت لپاره دشلومسافر وړونکو الوتکو د پيرو دنې دقرارداد دلاسليک کولو خبر ورکړى دى.
د ايران د لارې او ښار جوړولو وزارت معين اصغر فخريه کاشان ويلي دي چې ددغه شمېر الوتکو د پيرودنې قرارداد د دوشنبې په ورځ د دواړو لوروترمنځ په تهران کې لاسليک شو.
د رويټرز خبري آژانس يوه ورځ مخکې د (اې ټي آر) دالوتکي جوړونې شرکت د مقاماتو له خولې ويلي وچې په وروستي قرارداد دلاسبري لپاره خبرې دوام لري.
د (اې ټي آر) د الوتکي جوړونې شرکت يوه ايټالوي _ فرانسوي شرکت دى.
هغه الوتکې چې ايران وايي: د ايران اير شرکت د هغو د پيرودنې قرارداد له دغه شرکت سره لاسليک کړى دى، (اې ټي آر) ٧٢- ٦٠٠ دى چې موتور يې ملخ لرونکى او په لنډ واټن سره الوتنو ته مناسب دى.
دا دويم ځل دى چې په تېره يوه اوونۍ کې اعلاميږي چې د ايران د هوايي چلند شرکتونه نوې الوتکې پيري .
کابو يوه اوونۍ مخکې د آسمان هوايي شرکت د بوينګ الوتکو دپيرودنې خبر ورکړ.
ايران د پيرودنې لپاره دموافقې وړ الوتکو شمير شپيته او بوئينګ يې ديرش اعلام کړى دى.
ددغه قرارداد ارزښت درې مليارده ډالره بلل شوى و.
د ايران او د نړيوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې له وخت څخه چې په ايران د الوتکې پلورنې تحريم يې هم پاى ته ورساوه، د الوتکې جوړونې له دوو شرکتونو ايرباس او بوئينګ سره يې قراردادونه لاسليک کړي دي.
د ايران اير شرکت ته د سلو ايرباس الوتکو او د اتيا بوئينګ الوتکو پيرودنه هغه دوه لومړني قراردادونه دي چې لاسليک شول.
2 1 دقیقه لوستل