سیاست

جمهوررئیس غني د امریکا د پوځ‎ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان خپل حضور ته ومانه

کابلباختر د سلواغې د مياشتې٣٠
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا د متحدوایالتونو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جوزف ووټل نن ماسپښین په ارګ کې خپل حضور ته ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ،
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او پیاوړتیا او د تروریزم پرضد د ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
جنرال ووټل وویل، اوسنی ماموریت او کاري دوره یې پاىته رسېدلې او پرځای به یې داسې څوک راشي چې د افغانستان له شرایطو سره بلد وي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، حکومت او خلکو سره به د ستراتېژیک همکار په توګه خپل کار ته ادامه ورکړي.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو او د جنرال ووټل د خدمتونو قدرداني وکړه او ويې ویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا پیاوړي شوي، مسلکي او محاربوي وړتیاوې یې ښې شوي دي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، له ترهګرۍ سره مبارزه به ادامه ولري، څلوېښت کلن بحران به په اساسي توګه پای ته ورسېږي او افغانستان به د تلپاتې او باعزته سولې خاوند شي.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته